چین امریکا پر وړاندې د متقابلو ګامونو د اوچتولو خبرداری ورکړ

په واشنګټن کې د چین سفیر شی فنګ خبرداری ورکړ چې چین به د امریکا پر خلاف چې ددې هیواد په ځانګړې توګه د چیپونو سکتور او  پانګه والي ورته په نښه کړي دي  متقابل ګامونه اوچت کړي.

2013868

شي فنګ د امريکا په کولوراډو ښار کې د اسپن په امنيتي فورم کې په خپله وينا کې د چين په اړه د امريکا د ګامونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ارزونه وکړه.

شي وويل، پداسې حال کې چې امريکا پر چين  په ځانګړې توګه د چیپونو  په شمول د صادراتو کنټرول او بنديزونو ته دوام ورکوي ، چین غلی او چپه خوله پاتې کېدای

 نه شي .

"چين نه شي کولى هیڅډول غبرګون ونه ښايي. موږ پاروونکي اقدامات نه ترسره کوو، او له  پاروونکو اقداماتو نه ډارېږو. په بل عبارت، چين به  امریکا ته لازم ځواب ورکړي." خبراری ورکړ.

شي فنګ په دې باندې په ټينګار سره چې چين د امريکا  د پاروونکو ګامونو په مقابل کې ورته ګامونه ندي اوچت کړي، ځکه چې "موږ د سوداګرۍ او تکنالوژۍ جګړه نه غواړو.

د امریکایی رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې د امریکا  د سوداګرۍ وزارت ممکن پدې میاشت کې په چین او نورو هیوادونو باندې چې د مخکې نه يي لایسنس یا جواز نوي ترلاسه کړی د چیپونو صادرات ودروي.

چین بیا د خپل "ملي امنیت او د ګټو د ساتنې" خاطر  د ګیلیم او جرمنیوم فلزاتو صادرات چې په ځانګړې توګه د چیپونو او بریښنایی توکو په جوړولو کې کارول کیږي ځیني محدودیتونه ولګول.

اړوند خبرونه