روسیه : د تورکیې او سوریې ترمنځه د اړیکو نورمالیدل د سیمې د ثبات لپاره یو مهم عنصر دی

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، دوی د تورکیې او سوریې ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره خبرې اترې په سیمه کې د ثبات مهم عنصر ګڼي.

1999958

زاخارووا له ریا خبري اژانس سره په مرکه کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف او د تورکیې  د بهرنیو چارو د وزیر هاکان فیدان ترمنځ د لیدنې د احتمال په اړه څرګندونې وکړې.

زخارووا وویل چې د غونډې د نیټې د معلومیدو نه وروسته به دوې دا نیټه اعلان کړي، "موږ چمتو یو چې له خپلو تورکي شریکانو سره خبرې وکړو، موږ چمتو یو چې په مختلفو موضوعاتو خپلو اړیکو ته دوام ورکړو."

زخارووا وویل  چې لومړۍ د دواړو وزیرانو ترمنځ  ټيلیفوني‌ خبرې وشوې ، د اجنډا ځینې برخې مشخصې شوې. همداشان دواړو وزیرانو د تورې بحیرې د غلې دانې د نوښت، د تورکیې له نږدې ګاونډیانو سوریې او ارمنستان سره د اړیکو عادي کول او په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ستونزو هوارول شامل دي.

زخارووا د تورکیې او سوریې د اړیکو د ښه کولو لپاره د تورکیې، سوریې، ایران او روسیې ترمنځ د څلور اړخیزو غونډو په یادولو سره وویل:

"د تورکیې او سوریې د اړیکو د عادي کولو په برخه کې ښې پایلې ترلاسه شوي، چې دا  په سیمه کې د ثبات لپاره مهم دي. موږ د تورکیې او سوریې خبرې اترې په سیمه کې د ثبات د یوه مهم عنصر او د سوریې د وضعیت د حل لپاره د یوه مهم عامل په توګه ګورو.»

پيوندونه: #سوریه , #تورکیه , #روسیه

اړوند خبرونه