د امریکا د کلوراډو په ایالت کې وسله وال برید شوی

د امریکا متحده ایالتونو د کلوراډو په ایالت کې د وسله وال برید په نتیجه کې ګنشمیر کسان ټپیان شوي‌ دي.

1999124
د امریکا د کلوراډو په ایالت کې وسله وال برید شوی

د امریکا متحده ایالتونو د کلوراډو په ایالت کې د وسله وال برید په نتیجه کې ګنشمیر کسان ټپیان شوي‌ دي.

د کلوراډو پولیسو ویلي‌ دي‌ چې دا پیښه د دنور په ښار کې رامنځته شوې ده .

پیښه په دنور ښار کې د بال ارینا د لوبغالي‌ ترڅنګ د باسکتبال د سیالۍ پر مهال رامنځته شوې ده .

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې د وسله وال برید په تړاو يي یو تن نیولی دی. د پولیسو په وینا  پدې برید کې ۹ تنه ټپیان شوي‌ دي‌ چې د ۳ تنو روغتیايي حالت يي ښه ندی.

پولیسو ویلي دا لا معلومه نده چې دا برید د باستکبال د سیالۍ سره کوم تړاو لري‌ او که نه.

د برید په اړه تحقیقات دوام لري.



اړوند خبرونه