په امریکا کې دوو پوځي چورلکو سقوط وکړ

په امریکا متحده ایالتونو کې دوو پوځي  چورلکو سقوط له امله لږ تر لږه ۳ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1980513
په امریکا کې دوو پوځي چورلکو سقوط وکړ

په امریکا کې دوه پوځي چورلکو په هوا کې د جنګیدو په نتیجه کې سقوط وکړ.

 په امریکا متحده ایالتونو کې دوو پوځي  چورلکو سقوط له امله لږ تر لږه ۳ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې  د خبر له مخې، د امريکا د الاسکا په ايالت کې له يوې روزنيزې الوتنې څخه د راستنېدو په حال کې د دوو AH-64  اپاچي ډوله پوځي چورلکو د لوېدو له امله درې سرتېري وژل شوي او يو سرتېرى ټپي شوى دى.

دغه چورلکې د پنجشنبې په ورځ د الاسکا ایالت هیلي ته نژدې ولویدې.

د امریکا پوځ ویلي دي چې د پنجشنبې د ورځې په ناوخته ساعتونو کې دوه چورلکې چې د روزنیز ماموریت نه راستنیدې د الاسکا د هیلي په سیمه کې سقوط وکړ. په پیښه کې دوو تنو سرتیرو ځای په ځای ژوند د لاسه ورکړی وو او بل تن بیا روغتون په لاره ژوند د لاسه ورکړ. همداشان یو تن سرتیری ټپي شوی دی چې د درملنې لاندې قرار لري.

تېره میاشت د امریکا په کنټکي ایالت کې د یوې چورلکې د لوېدو په پېښه کې ۹ پوځیان ووژل شول.



اړوند خبرونه