ملګري ملتونه :طالبان د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره بین الافغاني خبرې نه مني

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا ویلي، چې طالبان د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره بین الافغاني خبرې رد کړي دي.

1921782
ملګري ملتونه :طالبان د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره بین الافغاني خبرې نه مني

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا ویلي، چې طالبان د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره بین الافغاني خبرې رد کړي دي.

اوتونبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه بیان کې وویل چې په افغانستان کې موجود واکداران  په خپل حکومت کې د نورو قومونو استازیتوب "کافي" ګڼي.

اوتونبایوا ویلي چې طالبان د ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره بین الافغاني خبرې نه مني.

همداشان اوتونبایوا په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د وروستیو فعالیتونو په اړه د خپلې اندیښنې په څرګندولو سره وویل، طالبان د هیواد کنټرول په لاس کې لري خو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په وړاندې د قناعت وړ مبارزه کولی نشي.

د بشردوستانه چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتین ګریفیتس د امنیت شورا ته په خپله وینا کې په افغانستان کې د بشري وضعیت یو تورتم انځور وړاندې کړ.

ګریفیتس یادونه وکړه چې ۹۷ سلنه افغانان په فقر کې ژوند کوي او ۲۰ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې طالبان د واک ته د رسیدو نه  وروسته نړیوالې مالي مرستې کمې شوې چې د همدې امله په هیواد کې جدي اقتصادي ستونزې پيدا شوي دي. ښځې او نجونې د زده کړې په ګډون له ډیرو حقونو څخه بې برخې شوي دي. د ویلو ده چې  په زرګونو ښځو په دولتي ادارو او خصوصي سکتور کې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

امریکا پر طالبانو د بندیزونو د یوې برخې په توګه د افغانستان د مرکزي بانک د ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت د بهرنیو اسعارو زیرمې کنګلې کړې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان د بهرنیو شتمنیو کنګل کول دې پای ته ورسوي.



اړوند خبرونه