د اوکراین کرنیز محصولات د نړۍ بازارونو ته د رسولو په خاطر نن تړون لاسلکیږي

له تورې بحیرې څخه د غلو دانو د لېږد تړون  بهیر پای ته ورسېد.

1857983
د اوکراین کرنیز محصولات د نړۍ بازارونو ته د رسولو په خاطر نن تړون لاسلکیږي

له تورې بحیرې څخه د غلو دانو د لېږد تړون  بهیر پای ته ورسېد.

د غلو د لېږد تړون به نن په استانبول کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان، د اوکراین او روسیې د استازیو او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتریش په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شي.

د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست  لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د لاسلیک مراسم به د تورکیې پر وخت د مازیګر په ۴ بجو او ۳۰  په استانبول کې جوړ شي.

استانبول له څه مودې راهیسې د روسیې، اوکراین او ملګرو ملتونو د چارواکو په ګډون د اوکراین په بندرونو کې د هغو غلو د لېږد په اړه چې د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې روسیې سره  د روانې جګړه له امله د خنډ سره مخامخ وو په اړه د غونډو کوربه توب کولو.

ددې تړون د لاسلیک نه به وروسته د اوکراین په بندرونو کې موجودې غنم او نور خوراکي توکي  نړیوالو بازار ته  لېږد پیل شي.



اړوند خبرونه