په نايجيريا كې پر مسجد بريد
په نايجيريا كې پر يو مسجد باندې د بمي بريد په پايله كې د لومړنيو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۱۱ تنه لمونځ كوونكي وژل شوي دي.
881235
![په نايجيريا كې پر مسجد بريد](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/b976/9dc3/1573/5a4cbf98a3d87.jpg?time=1719246580)
په نايجيريا كې پر يو مسجد باندې د بمي بريد په پايله كې د لومړنيو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۱۱ تنه لمونځ كوونكي وژل شوي دي. په پېښه كې لسګونه كسان ټپيان شوي هم دي. د همدې امله د مړو د شمېرو د لوړېدلو اندېښنه شته دى.
تر اوسه پورې دا پېښه چا پر غاړه نه ده اخيستې خو د بوكو حرام ترهګره ډله په سيمه كې فعاله ده.
دا په داسې حال كې ده چې پرون په همدې هېواد كې پر يوې كليسا باندې هم بريد وشو چې په كې ۲۰ تنه ووژل شول.