د پوتين مسلمانه رقيبه!
په روسيه كې يو مسلمانې ژورنالېستې د ۲۰۱۸م كال د مارچ د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ولسمشرۍ ټاكنو كې د اوسني ولسمشر ولاديمير پوتين پر خلاف خپله نوماندي اعلان كړه.
![د پوتين مسلمانه رقيبه!](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/8af9/557d/84a8/5a4bcab295809.jpg?time=1719285178)
په روسيه كې يو مسلمانې ژورنالېستې د ۲۰۱۸م كال د مارچ د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ولسمشرۍ ټاكنو كې د اوسني ولسمشر ولاديمير پوتين پر خلاف خپله نوماندي اعلان كړه.
آينا ګامزاتووا چې په روسيه كې مسلمانه ژورنالېسته ده، د مارچ د مياشتې په ۱۸مه نېټه ټاكنو كې د ولسمشرۍ د چوكۍ د نوماندۍ په موخه مراجعه وكړه.
ګامزاتووا د روسيې د خودمختاره جمهوريت داغستان نه د سيمه ايزو خلكو په ملاتړ نومانده شوې ده. تر اوسه پورې د روسيې د ټاكنو ادارې ددې نوماندي نه ده منلې. ځكه ګامزاتووا بايد د روسيې له ټولو ټاكنيزو سيمو نه شاوخوا ۳ سوه زره لاسليكونه د ټاكنو كميسيون ته وړاندې كړي.
آينا ګامزاتووا د داغستان د سيمې د مفتي مېرمن ده. پدې وروستيو كې يې د خيريه كارونو په كولو سره د خلكو پاملرنه جلب كړې ده.
دې نوماندې تر اوسه پورې خپل ټاكنيز پروګرام نه دى اعلان كړى خو ويل كيږي چې په هېواد كې د ملي يووالي پر اساس به پروګرام وړاندې كړي.