په جرمني کې  تر ۳۰ زرو تنو ډیر کډوال لا درکه شوي دي.

په جرمني کې د لسګونو زرو تنو کډوال لا درکه کیدل

839744
په جرمني کې  تر ۳۰ زرو تنو ډیر کډوال لا درکه شوي دي.

په جرمني کې  تر ۳۰ زرو تنو ډیر کډوال لا درکه شوي دي.

په جرمني کې  یو میلیون او ۶۰۰ زرو تنو په شاوخوا کې کډوال ثبت او راجستر شوي دي . د جرمني حکومت  اعلان کړی دی چې ددې کډوالو نه  ۳۰ زره تنه  لا درکه شوي دي او ددوې نه هیڅ کومه نښه او نښانه شتون نلري.

د جرمني  د کورنیو چارو د وزارت  ویاند پدې اړه ویلي دي چې  ۳۰ زره تنه کډوال لادرکه شوي دي. کیدای شي چې دا کسان  په جرمني کې د کډوالۍ د وړاندیز د ردیدو  نه وروسته  نورو  هیوادونو ته تللي وي یا پدې هیواد کې په پټه  توګه  ژوند وکړي. هغه زیاته کړه خو  رسمي مقامات  د هیواد نه ددې کسانو د وتو او یا پدې هیواد کې په مخفي توګه  د ژوند کولو په اړه  هیڅډول معلومات نلري.

هغه دا څرګندونې  د بیلډ  ورځپاڼې  سره په مرکه کې وکړې. هغه د کډوالو د لادرکه کیدو په اړه د ورځپاڼې د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل « هو  تر ۳۰ زرو تنو کډوال لا درکه شوي دي او حکومت يي په اړه هیڅډول معلومات په لاس کې نلري.

د دویچه ویلې  د خبر له مخې  د ۲۰۱۶ کال تر پایه  د هغه کډوالو  چې  د کډوالۍ  وړاندیز يي رد شوی دی  ۵۴ زره تنه وو.

ددې کسانو نه  یواځې  ۲۳ زره تنه  د کډوالۍ د ادارې سره  ارتباطات لري  او ټولنیزې مرستې ترلاسه کوي. د پاتې کسانو په اړه  چې د کډوالۍ  وړاندیز يي رد شوی دی  هیڅډول معلومات په لاس کې نشته.


پيوندونه: #جرمني , #کډوال

اړوند خبرونه