شمالي کوریا امریکا خبرداري ته د خبرداري سره ځواب ورکړ.
شمالي کوریا امریکا خبرداري ته ګواښ وکړ
![شمالي کوریا امریکا خبرداري ته د خبرداري سره ځواب ورکړ.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/0822/e12b/10fb/59afa407a0bea.jpg?time=1719264682)
شمالي کوریا امریکا خبرداري ته د خبرداري سره ځواب ورکړ.
شمالي کوریا امریکا ته ګواښ وکړ چې د ذرې په اندازه د خطر د احساسولو په صورت کې به د دښمن ټولې هډې له منځه یوسي.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ پرون د ملګروملتونو عمومي اجلاس ته د وینا پر مهال ویلي وو « که چیرې مجبور شو نو د شمالي کوریا د لمنځه وړو نه بله چاره نلرو ». د ټرامپ دې څرګندونو د شمالي کوریا سخت غبرګون پارولی دی.
د شمالي کوریا خبري اژانس د حکومت له قوله په خپور کړي خبر کې ویلي دي چې شمالي کوریا چې هره ورځ د خپل اټومي طاقت کچه لوړه کوي د هیچا د ګواښونو او فشارونو نه ډار نلري. شمالي کوریا د هیچا سره د جګړې نه ډار نلري.
شمالي کوریا د ذرې په انداره د خطر د احساسولو په صورت کې به د دښمن هډې له منځه یوسي.
شمالي کوریا امریکا ته ګواښ کړی دی چې پر دوی د هر ډول برید په صورت کې به پرې اټومي برید وکړي او د مځکې سره به يي مځکه کړي. شمالي کوریا ویلي که چیرې امریکا داسې فکر کوي چې پر دوې د لګولو نوو بندیزونو سره به ددوې په چلند کې بدلون راشي دا د هغوې خطا ده او خیالي نړۍ ده .