په پاریس کې په عسکرو برید وشو
د فرانسې په پلازمینه پاریس کې په عسکرو برید وشو
807488
د فرانسې په پلازمینه پاریس کې په سرتیرو د چړې برید وشو.
د پاریس پولیسو ویلي دي چې نن سهار یو تن چې په چړې سمبال وو په عسکرو برید وکړ چې د عسکرو لخوا ونیول شو.
د فرانسې د دفاع وزیر فلورنس پارلي د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې برید کوونکی د عسکرو لخوا نیول شوی دی .
د پاریس پولیسو ویلي دي چې په پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
پولیسو ویلي دي چې برید د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې په عسکرو شوی دی .
د ویلو ده چې دا لومړی ځل ندی چې په پاریس کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په سرتیرو برید کیږي. ددینه وړاندې هم څو ځله پرې ورته بریدونه شوي دي.