په جرمني کې یو ځل بیا په یو جومات  برید وشو.

په جرمني کې په جوماتونو بریدونه دوام لري

724607
په جرمني کې یو ځل بیا په یو جومات  برید وشو.

په جرمني کې یو ځل بیا په یو جومات  برید وشو.

د جرمني د کاسل  په ښار کې  د ترکیې د دیني چارو او ترک اسلام د ټولنې اړوند په یو جومات  د نامعلوم کس یا کسانو لخوا برید وشو.

برید کوونکو جومات ته د مالي زیان اړولو سربیره  په دیوارونو يي ورته د اسلام ضد شعارونه لیکلي دي.

د جرمني د کاسل  د ښار د مرکزي جومات  ریس  سیف الدین ایر یوروک  ویلي دي چې پدې وروستیو کې په اروپا کې د مسلمانانو او جوماتونو  پر خلاف د بریدونو کچه  د پام وړ لوړه شوې ده . دا ډول  بریدونه مونږ  ډیر ناراحته کوي او دردوي.

هغه د جرمني په پولیسو  او مطبوعاتو د نیوکې سره وویل « د جرمني مطبوعات  دا ډول  پیښې په اړه حتا  یو خبر هم  نه جوړوي. پولیس چې کله د پيښې ځای ته راشي  پر ځای ددې چې  د برید کوونکو پلټنه وکړي  د مسلمانانو سره  د مجرمینو په څیر چلند کوي. پر مسلمانانو ناحقه  تورونه پورې کوي. »

د ویلو ده چې په ټوله اروپا او په ځانګړې توګه په جرمني کې  د مسلمانانو او جوماتونو پر خلاف د بریدونو د کچې لوړیدو  مسلمانان  ډیر زیات اندیښمن کړي دي.

په جرمني کې په ۲۰۱۵ کال کې په ۷۵ جوماتونو او په ۲۰۱۶ کال کې بیا په ۹۱ جوماتونو  بریدونه شوي وو.


پيوندونه: #جرمني , #جومات , #برید

اړوند خبرونه