شمالي کوریا  او امریکا یوځل بیا  یو بل وګواښل.

د شمالي کوریا  د دفاع وزیر پاک  ویلي دي چې د امریکا لخوا په شمالي کوریا  د هر ډول  برید په صورت کې به امریکا  د دنیا د نقشې نه پاکه کړي.

719772
شمالي کوریا  او امریکا یوځل بیا  یو بل وګواښل.

شمالي کوریا  او امریکا یوځل بیا  یو بل وګواښل.

د شمالي کوریا  د دفاع وزیر پاک  ویلي دي چې د امریکا لخوا په شمالي کوریا  د هر ډول  برید په صورت کې به امریکا  د دنیا د نقشې نه پاکه کړي.

د بله پلوه  په ملګروملتونو سازمان کې  د امریکا دایمې استازې هیلي  بیا  ویلي دي چې د شمالي کوریا لخوا  په پسیفیک سیمه کې ددوې په عسکري هډو د برید او یا د اوږد واټنه  توغندیو د ازمایښت په صورت کې به  امریکا  چپه خوله پاتې نشي او نوموړي هیواد ته به لازم  ځواب ورکړي.

پداسې حال کې چې د شمالي کوریا او امریکا ترمنځه  اړیکې تر وروستۍ درجې  خړې شوي  دي  دواړو هیوادونو  یو بل  هم  وګواښل  او هم يی خبرداری  ورکړ.

د شمالي کوریا  د رسمي خبري اژانس  د خبر له مخې  د نوموړي هیواد د دفاع وزیر پاک یانګ سیک  په یوې مهمه غونډه کې  ویلي دي چې «  د امریکا  او یا متفقینو لخوا  يي هر ډول  برید  او یرغل  ته تر ټولو سخت ځواب ورکولو  ته  پوره تیاری  لرو. »

د شمالي کوریا  د دفاع وزیر ویلي دي چې  هم   په پسیفیک کې  د امریکا  د نظامي هډو  او هم  پخپله  د امریکا  د ویشتلو  په ظرفیت  د اټومي  توغندیو  د توان  نه برښمند دي. هغه ویلي دي چې  زمونږ  اټومي وسلې  پخپله په امریکا  د بریدونو  انتظار  باسي.

هغه  یو ځل بیا  امریکا ته  ګواښ وکړ چې  په شمالي کوریا  د هر ډول  برید او یرغل په صورت کې به  د مځکې د نقشې نه پاک کړي.

د بله پلوه په ملګروملتونو سازمان کې  د امریکا متحده ایالتونو دایمي استازې نیکي هیلي د خبري رسنیو سره په مرکه کې ویلي دي چې «  د شمالي کوریا لخوا په پسفیک کې د امریکا  په هوايي هډو  د هر ډول برید  او یا  د اوږد واټنه توغندي  د ازمایښت  په صورت کې به  امریکا  چپه  خوله پاتې نشي  او سمدلاسه به  ډیر سخت  ځواب ورکړي.»

هغې ویلي دي چې  پدې چوکاټ کې  په شمالي کوریا د عسکري مداخلې  په مسلې هم  غور شوی دی او قوي  انتخاب په توګه  د میز  پر سر  موجود  دی.

هیلي د امریکا د ان بي سي  په مرکه کې ویلي دي چې  ددې پوښتنې په ځواب کې چې  امریکا  به په څه ډول  حالاتو کې  په شمالي کوریا عسکري مداخله وکړي  ؟ داسې وویل، که چیرې  شمالي کوریا  زمونږ په کومې عسکري هډې برید وکړي  او یا  د قارو ترمنځه  اوږد واټنه  توغندي  وازمايي  پدې وخت کې  به  امریکا  لازم ګام اوچت کړي.

هغې وویل چې امریکا د چا سره  د جګړې  لیوالتیا نلري. که چیرې  شمالي کوریا  کوم مغرضانه  ګام اوچت نکړي امریکا  به هیڅکله هم  ددې هیواد پر خلاف ګام اوچت نکړي.

هیلي ددې پوښتنې په ځواب کې که چیرې شمالي کوریا  اټومي وسله او یا د قارو ترمنځه  اوږد واټنه توغندی وازمایي امریکا به څه ډول غبرګون وښايی  ؟ داسې وویل« پدې وخت کې به د امریکا  ولسمشر  څه چې لازم  وي هغه به وکړي»

د شمالي کوریا  د تیرو لسو کلونو راهیسې  د قارو ترمنځه  د اوږد واټنه  اتومي  توغندیو  د جوړولو په لټه کې دی.



اړوند خبرونه