پوتین په اوباما سختې نیوکې وکړې
پوتین : اوباما د ترامپ مشروعیت تر پوښتنو لاندې راولي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا په ولسمشر باراک اوباما چې دوه ورځې وروسته د ولسمشرۍ واک نوي ټاکل شوي ولسمشر ته سپاري سختې نیوکې وکړې.
پوتین وویل چې اوباما هڅه کوي د نوي ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترامپ مشروعیت تر پوښتنو لاندې راولي.
د روسيې ولسمشر پوتین دا څرګندونې په مسکو کې د مالدیف ولسمشر ایګو دودون سره د لیدنې نه ورسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.
پوتین وویل چې ځیني انسانان د وداع په کولو سره واک په سوله ایزه توګه سپاري او ځي خو ځینې نور بیا د وداع کولو سره سره نه غواړي چې واک وسپاري او لاړ شي. د اوباما اداره د وداع کولو سره سره نه غواړي چې واک نوي ټاکل شوي ولسمشر ته وسپاري. نه غواړي چې لاړ شي.
هغه زیاته کړه « پداسې حال کې چې د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ترامپ په ټاکنو کې غوڅ بری ترلاسه کړ خو اوس هم پدې هیواد کې د سیاسي مبارزې شاهدي کوو. ددې مبارزې د موخو نه یوه د نوي ټاکل شوي ولسمشر مشروعیت تر پوښتنو لاندې راوستل دي. بله موخه يي د نوي ټاکل شوي ولسمشر پر وړاندې خنډونه جوړول او د کورني او بهرني سیاستونو په اړه د هغه لخوا د شوو ژمنو د عملي کولو مخنیوی دی.»
د اوباما اداره غواړي چې د ښاغلي ترامپ لاسونه او پخې وتړي تر څو هغه کړي ژمنې عملي نکړي.
پوتین زیاته کړه« ترامپ د ولسمشرۍ د ټاکنو د کمپاینونو پر مهال د روسیې سره د ښو اړیکو د جوړولو نه یادونه وکړه. کله چې هغه د ښه نیت په ښودولو پیل وکړ سمدلاسه روس هکرانو په ټولټاکنو کې د مداخلې مسله رامنځته کړې شوه او د روسیې لخوا د ترامپ اړوند د پټو راضونو او اسنادونو ادعاګانې رامنځته شوې. »
پوتین وویل چې دا ټول بې بڼسټه او درواغ ادعاګانې دي چې د د هر ډول اخلاقي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
پوتین وویل چې د ترامپ سره مې تر اوسه پورې د نږدې لیدنه نده کړې . پدې هم نه پوهیږم چې هغه به په نړۍواله کچه څه ډول چلند وکړي. د همدې امله د هغه نه دفاع کولو او یا په هغه نیوکو کولو ته کوم سبب نه ګورم.
هغه وویل چې یواځې پدې ښه پوهیږم چې د اوباما اداره غواړي چې د هغه مشروعیت تر پوښتنو لاندې راولي.