په امريكا كې نوي وسله وال بريدونه

د امريكا د متحدو ايالتونو د تكزاس د ايال د آسټين په ښار كې په دوو جلا وسله والو بريدونو كې مرګژوبله اوښتې ده.

541597
په امريكا كې نوي وسله وال بريدونه

 

 

د لومړنيو معلوماتو له مخې پدې بريدونو كې لږ تر لږه ۱ تن وژل شوى او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

امنيتي چارواكو څرګنده كه چې تر اوسه پورې د بريدونو د لامل او بريدګرو په اړه كره معلومات نشته دى.

په بريدونو كې چې د ځايي وخت په اساس د تېرې شپې په ۲ بجو ترسره شوي دي يوه نجلۍ وژل شوې او څلور تنه نور هم ټپيان شوي دي.

پوليس وايي چې په دوو جلا ځايونو كې ډزې اورېدل شوي دي چې ګمان كيږي دوه جلا بريدونه وي. د بله پلوه پوليسو پر خلكو غږ كړى دى چې د بريد له ځايه لرې شي. اوسمهال د بريد سيمه د پوليسو تر كنترول لاندې راغلې ده.

نور جزييات به وروسته خپاره شي.



اړوند خبرونه