په فرانسه کې درې ورځې ملي ماتم اعلان شو

په فرانسه کې د نیس په ښار کې د ترهګري برید له امله درې ورځې ملي ماتم اعلان شو

529960
په فرانسه کې درې ورځې ملي ماتم اعلان شو

په فرانسه کې د ملي امنیت د شورا د غونډې نه وروسته  ولسمشر فرانسوا اولاندا  وویل چې  د نیس په ښار کې د برید له امله  چې ۸۴ تنو پکې ژوند د لاسه ورکړی دی  درې ورځې ملي ماتم اعلانوو.

هغه زیاته کړه چې  د جولای په ۱۴مه نیټه  د هیواد د ملي ورځې په لمانځونو د شپې په لس بجو او ۳۵ دقیقو  خونړی برید شو چې له امله يي ۸۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .

همداشان د فرانسې لومړي وزیر مانول والس  هم  خبري غونډې ته وویل چې  هیواد د جګړې په حال کې قرار لري. هغه وویل چې ترهګرو ته به غاړه کینږدي.


پيوندونه: #فرانسه , #نیس , #برید

اړوند خبرونه