کاناډا په اوکراین وسلې پلوري
کاناډا په اوکراین د وسلو او نظامي تجهیزاتو پلورولو ته چمتوالی وښود.
کاناډا په اوکراین د وسلو او نظامي تجهیزاتو پلورولو ته چمتوالی وښود.
په کاناډا کې د اوکراین سفیر اندري شیوچینکو وویل چې د کاناډا سره يي د دفاعي او سوداګرۍ په برخو کې د مهمو تړونونو لاسلیکولو ته تیاری نیولی دی .
هغه وویل چې په لوی احتمال سره چې دا تړونونه به د اوکراین او کاناډا د مشرانو لخوا په پولنډ کې چې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه تللي دي لاسلیک شي.
په کاناډا کې د اوکراین سفیر وویل په پام کې ده چې د کاناډا لومړی وزیر جاستین ترودو راتلونکې اوونۍ کې د اوکراین نه لیدنه وکړي.
هغه وویل کیدای شي چې ځیني تړونونه اوکراین ته د ترودو د سفر په چوکاټ کې لاسلیک شي.
هغه زیاته کړه چې په دفاعي برخو کې د تړون د لاسلیک سره به اوکراین د کاناډا نه وسلې او نظامي تجهیجزات راونیسي. همداشان کاناډا د اوکراین سره پدې برخو کې پوره مرستې ته چمتوالی ښودلی دی .
د اوکراین سفیر وویل چې په دفاعي برخو کې د همکارۍ تړون د دواړو هیوادونو د دفاع د وزیرانو لخوا جوړ شوی دی .
سفیر دا ونه ویل چې اوکراین به د کاناډا نه څه ډول وسلې راونیسي.
د یادولو وړ ده چې کاناډا ددینه وړاندې د اوکراین د پوځ سره د طبي توکو، عسکري جامو، بوټانو او لوژیستیک په برخو کې وړیا مرسته کړې وه.
د کاناډا دا ګام به د روسیې غبرګون راوپارۍ.