د روسي هېكرانو لخوا پر پېټاګون سايبري بريد

يو شمېرهېكرانو د امريكا د متحدو ايالتونو د دفاع د وزارت د برېښناليكونو پر سيستم باندې سايبري بريد كړى دى.

318574
د روسي هېكرانو لخوا پر پېټاګون سايبري بريد

د پېټاګون د چارواكو په اند هېكران د روسيې له هېواد د دفاع د وزارت سيستم ته ننوتي ول. په دې ډول د دوو اونيو لپاره د وزارت د برېښناليك سيستم له كاره لوېدلى وو.
د امريكايي چارواكو لخوا هم ددې بريد پخلى شوى دى. د پېنټاګون وياندې والېري هېنډرسون څرګنده كړه چې `` د انټرنيټي شبكو پر وړاندې د سايبري امنيت د ګواښونو د څېړنې په موخه سيستم د دوو اونيو لپاره تړل شوى دى.``
تر اوسه پورې لا معلومه نه ده چې بريد كوونكو د پېنټاګون د برېښناليك د سيستم نه معلومات غلا كړي دي او كه نه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه