په اندونیزیا کې په یو هوټل او کورونو الوتکه راوغورځیده

په اندونیزیا کې په یو هوټل د باربري عسکري الوتکې د غورځیدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

325496
په اندونیزیا کې په یو هوټل  او کورونو الوتکه راوغورځیده

په اندونیزیا کې په هوټل د عسکري باربرۍ الوتکې د غورځیدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په اندونیزیا کې یوه عسکري باربري الوتکه په هوټل او کورونه راغورځیدلې چې په لسګونو تنو ته يي مرګ ژوبله اړولې ده .
د لومړنیو معلوماتو له مخې په پیښه کې لږ تر لږه ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي.
د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنې شتون لري.
پیښه د اندونیزیا د سوماترا په ټاپو کې د میدان په ښار کې رامنځته شوې ده .
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې عسکري باربري الوتکه د الوتنې نه ۵ دقیقې وروسته په یو هوټل او کورونو راوغورځیده.
د اندونیزیا د چارواکیو په وینا عسکري باربري الوتکه د ناتونا ټاپو پر لورې روانه وه چې د الوتنې نه لنډه موده وروسته راوغورځیده.
چارواکیو ویلي دي چې د الوتکې د غورځیدو لامل لا څرګند ندی خو دا چې الوتکه په هوټل او په کورونو غورځیدلې د همدې امله ډیر زیات ځاني زیانونه يي رااړولي دي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه