داسې توغندى چې د څو ښارونو د ورانوولو لپاره وړتيا لري.
د روسيې د دفاع وزارت، ددې هېواد ستر اتومي توغندي چې يواځې يو يې د څو ښارونو د ويجاړولو لپاره كافي دى، نندارې ته وړاندې كړل.
283094
![داسې توغندى چې د څو ښارونو د ورانوولو لپاره وړتيا لري.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/10-11/Files/UploadedImages/829446575424ars.jpg?time=1719276731)
د روسيې د توپول Topol په نامه توغندي چې د لويو وچو ترمېنځ د اوږد واټن د ويشتلو وړتيا لري هر يو يې تر يو ميليارد ډالره زيات ارزښت لري په ۲۰۱۶ كال كې ګټې اخيستنې ته وړاندې كيږي. دا توغندي چې د اتومي خولپټې د انتقال وړتيا هم لري كولاى شي چې يواځې يو يې څو ښارونه ويجاړ كړي.
روسيه په پام كې لري چې د RS-24 Yars په نامه د توغنديو يو نوى سيستم هم ګټې اخيستنې ته وړاندې كړي. دا توغندى كولاى شي چې د ۱۱ كيلو مترو په اوږدوالي سره واټن په نښه كړي. د توغندي د توغوولو په موخه د سون جامد مواد كارول شوي دي. ددې امله لرې واټن په آسانۍ سره په نښه كولاى شي.
ويل كيږي چې ددې توغندي د تخريب ځواك په ۱۹۴۵م كال كې د امريكا لخوا په جاپان باندې د غورځول شوو اتومي بمونو نه ۵۰ ځله زيات دى.