د سپینې ماڼۍ په مخکې د وژل شوو ۳ تنو مسلمانانو لپاره دعاګانې وشوې

په امریکا کې په سلګونو تنو مسلمانانو د دریو تنو مسلمانانو د وژنې په اړه د غبرګون ښودولو په ترڅ کې په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ په مخکې د جمعې لمونځ ادا کړ.

218479
د سپینې ماڼۍ په مخکې د وژل شوو ۳ تنو مسلمانانو لپاره دعاګانې وشوې

په امریکا کې په سلګونو تنو مسلمانانو د دریو تنو مسلمانانو د وژنې په اړه د غبرګون ښودولو په ترڅ کې په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ په مخکې د جمعې لمونځ ادا کړ.
د واشنګټن او یو شمیر نورو ښارونو په سلګونو تنو مسلمانانو د شمالي کرولاینا ایالت د چاپیل هیل په ښار کې د کریګ ستیفن هیکس په نامه د یو تن اسلام دښمنه او جاني لخوا په خپل کور کې د وژل شوو دریو تنو مسلمان ځوانانو د درناوي او ددې ناوړه عمل د غندولو په خاطر د سپینې ماڼۍ په مخکې سره راټول شول.
پدې غونده کې د وژل شوو دریو تنو ځوانانو روح ته دعاګانې وشوې .
پدې غونډه کې په ویناګانو کې ددې خبرې په ټینګار وویل شول چې په امریکا کې مسلمانان ځانونه په امن کې نه ویني او په هیواد کې د اسلام سره د دښمنۍ کچه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده. راټول شوو مسلمانانو په عادلانه توګه د نوموړو جنایتونو د څیړولو غوښتنه وکړه.
د ویناګانو نه وروسته د سپینې ماڼۍ په مخکې اذان وویل شو او وروسته د جمعې لمونځ ادا کړ.
همداشان د لمونځ نه وروسته د واشنګټن لوی خطیب آدم سبیتا خبري رسنیو ته وویل ً لکه څرنګه چې ولسمشر اوباما د مارتین د پیښې په اړه حساسیت ښودلی وو پدې پیښه کې هم ترینه د عینې حساسیت تمه لرو. ولسمشر اوباما باید دا جنایت هم د مارتین د جنایت په څیر وغندي. اوباما باید لکه څرنګه چې د نورو امریکایانو سره معامله کیږي دې پیښه کې هم عینې معامله وکړي.
موږ په اوباما غږ کوو چې د نوموړو دریو تنو ځوانانو د جنایت په اړه لا جدي څیړنې وکړي او داسې ګام پورته کړي چې لږ تر لږه ددې ځوانانو د کورنیو زړونه ارامه کړي.
نوموړي زیاته کړه چې دا پیښه باید د نفرت سره د ترسره شوي جنایت د پیښې په توګه وڅیړل شي. لکه څرنګه چې پوهیږۍ پولیسو ویلي دي داسې ښکاري چې دا پیښه د پارکینګ په سر د شخړې له امله رامنځته شوې وي چې دا په اصل کې زموږ په سترګو کې د خاور شیندل دي. ټول پدې ښه پوهیږي چې دا جنایت رسمآ د نفرت او اسلام دښمنۍ له امله رامنځته شوی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه