القاعدې یمن څانګې شارلي هیبدو په مجلې برید مسولیت په غاړه واخیست

185045
القاعدې یمن څانګې شارلي هیبدو په مجلې برید مسولیت په غاړه واخیست

د القاعدې د یمن څانګې په پاریس کې د شارلي هیبدو په مجلې د برید مسولیت په رسمي ډول په غاړه واخیست.
د یادولو وړ ده چې د تیرې چارشنبې په ورځ دوو ورورنو سید کواشي او شریف کواشي په پاریس کې د شارلي هیبدو مجلې په دفتر د غونډې پر مهال وسله وال برید وکړ چې له امله يی د مجلې د ۵ تنو کارکوونکو په ګډون ۱۲ تنه ووژل.
د القاعدې د یمن څانګې د یوې ویدیو په خپرولو سره د شارلي هیبدو مجلې په دفتر د برید مسولیت رسمآ په غاړه واخیست. د القاعدې لخوا په خپور شوي ویدیويي پیغام کې راغلي دي چې دا برید زموږ د غړیو لخوا شوی دی .
د یادولو وړ ده چې د شارلي هیبدو مجلې په دفتر برید کوونکي دوه ورورنه د برید نه درې ورځې وروسته د پاریس په شمال کې د پولیسو په عملیاتو کې ووژل شول.
د القاعدې ډلې چې ددینه وړاندې هم په غیرې رسمي ډول د برید مسولیت منلی وو نن يي په رسمي ډول په غاړه واخیست.


پيوندونه:

اړوند خبرونه