په امریکا کې د محکمې پریکړې لوی عصیان پیل کړ.

د فرګوسن په ښار کې د ډزو غږونه اوریدل کیږي.

204767
په امریکا کې د محکمې پریکړې لوی عصیان پیل کړ.

په امریکا کې د محکمې پریکړې لوی عصیان پیل کړ.
د امریکا د میزوري ایالت محکمې د فرګوسن په ښار کې د ۱۸ کلن تورپوستکې ځوان مایکل بروني د قاتل پولیس د بې ګناهۍ په اړه د پریکړې کولو نه وروسته لوی عصیان پیل شو. محکمې د پولیسو محاکمې ته اړتیا نشته پریکړه وکړه .
د محکمې د پریکړې نه وروسته د امریکا په یو زیات شمیر ښارونو پراخه مظاهرې پيل شوې.
مظاهره کوونکو ۱۲ ودانیو او په لسګونو موټرانو ته اور ورته کړی دی . همداشان په یو زیات شمیر ښارونو کې د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځه د نښتو نه خبر ورکول کیږي.
د فرګوسن په ښار کې د ډزو غږونه اوریدل کیږي. سیمه ییزو پولیسو د ۱۵۰ ډزو د اوریدو نه خبر ورکړی دی .
د ویلو ده چې په مظاهرو کې تر اوسه پورې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
په زرګونو تنو مظاهره کوونکو چې د پولیسو د مرکزونو په لورې لاریون پیل کړی وو په لاره کې د پولیسو لخوا ودرول شول. پولیسو په مظاهره کوونکو اوښکې بهوونکي ګازو او اوبو نه کار اخیستی دی . همداشان ۲۹ تنه مظاهره کوونکي نیول شوي دي.
د فرګوسن په ښار کې یو شمیر مارکیټونه تالان شوي دي . د مظاهرو لمن د امریکا یو زیات شمیر ښارونو ته غځیدلې ده. په واشنګټن کې هم مظاهرې پيل شوي دي . په نیویارک کې د مظاهرو له امله د ټایمز په میدان کې ترافیک جام شوی دی .
د لاس انجلس، شیکاګو او بوستن په ګډون په یو زیات شمیر ښارونو کې مظاهرې پیل شوي دي .
د امریکا چارواکیو د پیښو د لویدو له امله اندیښمن دي. چارواکو په خلکو د اعتدال غږ کړی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه