په عراق کې ایران پلوي شیعه ملیشو د اسرائیلو د حیفا پر بندر د برید کولو نه خبر ورکړی

په عراق کې د ایران پلوي شیعه ملیشو د اسرائیلو د حیفا پر بندر د ډرون الوتکو سره برید کولو نه خبر ورکړی دی.

2095990
په عراق کې ایران پلوي شیعه ملیشو د اسرائیلو د حیفا پر بندر د برید کولو نه  خبر ورکړی

په عراق کې د ایران پلوي شیعه ملیشو د اسرائیلو د حیفا پر بندر د ډرون الوتکو سره برید کولو نه خبر ورکړی دی.

د «عراق د اسلامي مقاومت» په نامه د دغه ډلې لخوا په خپور شوي بیان کې ویلي دي چې دا برید يي د سوریې له لارې ترسره کړی دی.

په بیان کې ویل شوي چې د اسرائیلو تر اشغال لاندې د فلسطین په خاوره کې پروت د حیفا په بندر باندې د بې پیلوټه الوتکو پر مټ برید کړی  او د اسرائیلو پر ضد به یې عملیات دوام ولري.

د ویلو ده چې په عراق کې ایران پلوي شیعه ملیشه ډلو ددینه مخکې هم  د سوریې لوري ته د ګولان تپو ته نږدې له نقطو څخه د اسرائیلو په  ستراتیژیکو بندري ښارونو، نظامي نقطو او زیربناوو باندې د توغندیو او ډرون الوتکو پرمټ بریدونو کړي دي.



اړوند خبرونه