حماس او حزب الله ډلو پر اسرائیلي ځواکونو یو بل مرګونی ګوزار هم وکړ.

د اسرائیلو پوځ  چې تل خپل ځاني تلفات پټوي اعلان کړی، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۷ نور پوځیان ټپیان شوي دي.

2153744

په غزه کې د فلسطيني مقاومت له ډلو سره په نښتو کې ښکیل  او  د لبنان د حزب الله ډلې له خوا د پولې په اوږدو کې په بريدونو کې د اسرائيلي پوځيانو مرګ ژوبلې شمیر زيات شوی دی.

اسرائیلي پوځ لخوا په خپور شوي بیان کې د خپلو ۷ تنو پوځیانو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی ، خو دا يي ندي ویلي چې دوی په غزه کې او یا هم په لبنان کې د حزب الله ډلې سره په نښتو کې ژوبل شوي دي.

پوځ تیره ورځ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د غزې په جنوب کې په نښتو کې د دوی ۸ سرتیري وژل شوي دي. حماس بیا د وژل شوو اسرائیلي پوځیانو شمیر لوړ اعلان کړی وو.

د اسرائیلو د پوځ د معلوماتو له مخې، د تیر کال د اکټوبر له اوومې راهیسې لږ تر لږه ۶۶۲ پوځیان وژل شوي چې  له دې ډلې  څخه يي ۳۱۱ وروسته په نښتو کې وژل شوي .

د ټپيانو شمیر ۳ زره ۸۴۸ تنه اعلان کړی دی.

اسرائیل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیک سره سره پر غزې د خپلو وحشیانه بریدونو ته دوام ورکوي . اسرائیلي ځواکونو د اختر پدې مبارکو ورځو کې هم خپل وحشیانه بریدونو ته دوام ورکوي.

اړوند خبرونه