د القسام ویاند : په تیره یوه اونۍ کې مو په لسګونو اسرائیلي سرتیري وژلي دي

د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس پوځي څانګې عزالدین القسام ځواکونو اعلان کړی چې په یوه اونۍ کې یې ۵۳ اسرائیلي پوځیان وژلي او ۶۸ پوځي ګاډي یې ویجاړ کړي دي.

2093675
د القسام ویاند : په تیره یوه اونۍ کې مو په لسګونو اسرائیلي سرتیري وژلي دي

د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس پوځي څانګې عزالدین القسام ځواکونو اعلان کړی چې په یوه اونۍ کې یې ۵۳ اسرائیلي پوځیان وژلي او ۶۸ پوځي ګاډي یې ویجاړ کړي دي.

د القسام ځواکونو وياند ابو عبيدخ په خپله بيانيه کې ويلي دي چې تيره اوونۍ د غزې په تړانګه کې د اسرائيلي فوځيانو ۶۸ پوځي ګاډي له منځه وړي دي.

ابو عبیده دې ته په اشارې سره چې ۵۳ اسرائیلي پوځیان له صفر واټن څخه په ګولیو ویشتل شوي او ۹ پوځیان د سنایپر په ډزو ویشتل شوي. هغه ویلي دي چې تېره اوونۍ یې په ۵۷ عملیاتو کې لسګونه اسرائیلي پوځیان ټپیان کړي دي.

ابو عبیده د دې خبرې په ټینګار سره چې د اسرائیلو د پوځ دوه اسکای لارک-۲ ماډل کشفي الوتکې هم ویشتلې او ۸ بې پیلوټه الوتکې یې نیولې دي چې دوه یې کامیکازې دي. ابو عبیده وویل چې دوی د غزې په مختلفو سیمو کې د هاوانونو او راکټونو په وسیله اسرائیلي پوځیان په نښه کړي دي. هغه وویل چې دوی به اسرائیلو خپلو راکټي بریدونو ته دوام ورکوي.

د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د لږ تر لږه ۱۱ زره ماشومانو او ۷ زره ۵۰۰ ښځو په ګډون ۲۵ زره ۹۰۰ فلسطینیان وژل شوي او ۶۴ زره ۱۱۰ کسان ټپیان شوي دي. په داسې حال کې چې ویل کیږي لا هم تر خاورو لاندې زرګونه مړي پراته دي، د روغتونونو او تعلیمي موسسو په نښه کولو سره ملکي بنسټونه هم ویجاړ شوي چې خلکو پکې پناه اخیستې.

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې راهیسې چې پر غزې د دوی بریدونه پیل شوي، د دوی ۵۵۶ پوځیان وژل شوي دي.



اړوند خبرونه