حماس : تیره ورځ د غزې په شمال کې مو ۴۰ تنو اسرائیلي سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې

د فلسطین د مقاومت د غورځنګ حماس د پوځي څانګې عزوالدین القسام ځواکونو اعلان وکړ چې د غزې تړانګې په شمال کې په اسرائیلي پوځیانو په برید کې لږ تر لږه ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

2080752

د القسام ځواکونو د خپل ټیلیګرام پاڼې له لارې په خپور کړي بیان  کې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د پوځ په خلاف د خپلو مقاومتی فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي دي.

په بیان کې ویل شوي چې د جبالیه البلد په سیمه کې په یوه کور کې په راټولو شوو ۴۰ اسرائیلي پوځیانو برید کړی او ودانۍ یې په راکټونو په نښه کړې او ټول اسرائیلي عسکر يي له منځه وړي دي. پدې سرتیرو کې ځیني ټپي ژغورل شوي دي.

تر اوسه د اسرائیلو پوځ له خوا د پېښې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د ویلو ده چې د غزې په ترانګه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شوو فلسطینیانو شمیره ۲۰۷۰۰ تنو ته نږدې شوې ده .

د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۸ زره ۲۰۰ ماشومانو او ۶ زره ۲۰۰ ښځو په ګډون ۲۰ زره ۶۷۴ فلسطینیان وژل شوي او ۵۴ زره ۵۳۶ تنه ټپیان شوي دي.

په داسې حال کې چې د زرګونو کسانو د چپه شوو ودانیو لاندې شوي او ژوند يي د لاسه ورکړی دی.

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې راهیسې چې پر غزې د دوی بریدونه پیل شوي، د دوی ۴۸۹ پوځیان وژل شوي .

اړوند خبرونه