د اسرائیلو لخوا پر غزې په روانو بریدونو کې د مړو شمیره ۲۰۴۲۴ تنو ته لوړه شوه.

اسرائیلي ځواکونو لخوا به غزه کې د کډوالو په کمپ د  برید  په نتیجه کې ۷۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ

2080386

د اسرائیلو پوځ د غزې تړانګې په مرکزي برخه کې د المغازي د مهاجرو کمپ په نښه کړ.

د اسرائيلي پوځ له خوا د المغازي د کډوالو په کمپ کې د ملکي وګړو په کورونو د هوايي بريدونو په نتیجه کې ، لږ تر لږه ۷۰ فلسطينيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اکټوبر له اوومې راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۰ زره ۴۲۴ ته لوړ شوی دی.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي چې د المغازي د کډوالو په کمپ باندې برید نسل وژنه ده.

اسرائیل پر خان یونس خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

په وروستي هوایي برید کې په سیمه کې یو زیات شمیر ودانۍ د مځکې سره هوارې شوي دي.

د اسرائیلو په بریدونو کې د ملګرو ملتونو د وژل شوو کارکوونکو شمیر ۱۴۲ تنو ته لوړ شو.

په نږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کار ادارې ویلي، چې د دوی ډېری کارکوونکي له خپلو کورنیو سره وژل شوي دي.

د بله پلوه د  غزې په تړانګه کې د وژل شوو اسرائیلي سرتیرو شمیر هم مخ په لوړیدو دی.

د حماس پوځي څانګې عزالدین القسام اعلان کړی، چې په تېرو څلورو ورځو کې ۴۸ اسرائیلي پوځیان وژلي دي.

په اعلاميه کې چې د لسګونو اسرائيلي پوځيانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دی. په اعلامیه کې  ويل شوي چې  په تیرو ۴ ورځو کې د اسرائیلو ۳۵  پوځي وسايط په جزوي يا بشپړ ډول ويجاړ کړي او له منځه وړي دي.

پيوندونه: #برید , #غزه

اړوند خبرونه