په غزه کې د وژل شوو فلسطینیانو شمیره ۱۹۶۶۷ تنو ته لوړ شو

غزې په تړانګه کې چې د اکتوبر له اوومې راهیسې د اسرائیلو پوځ خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، تر اوسه ۱۹ زره ۶۶۷ فلسطینیان وژل شوي او ۵۲ زره ۵۸۶ نور ټپیان شوي دي.

2078788

د غزې تړانګې په الرمل سیمه کې د اسرائیلي ځواکونو د بمباریو په پایله کې ۵۰ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د لږ تر لږه ۵۰ ورکو شویو کسانو د لټون او ژغورنې هڅې دوام لري چې تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

د غزې تړانګې په شمال کې د الجبلیه په سیمه کې د اسرائیلي پوځیانو په بریدونو  کې په لسګونو کسان چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دي وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د غزې په تړانګه کې حکومت اعلان وکړ چې په غزه کې د اسرائیلي پوځ لخوا په ترسره شویو بریدونو کې د وژل شویو خبریالانو شمیر ۹۷ تنو ته لوړ شو.

د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په سختو بریدونو کې ۵۲ زره ۶۰۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۲۵۴ زره کورونه زیانمن شوي دي.

اسرائیل چې په غزه کې قتل عام کوي، په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې خپل ظلمونو نه لاس نه اخلي.

اسرائيلي ځواکونو په لويديځه غاړه کې پر ګڼو ښارونو چاپه وهلې، دوه فلسطينيان يې په ډزو وژلي او ګڼ شمېر کسان يې نيولي دي.

اړوند خبرونه