په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شوو فلسطینیانو شمیره ۱۹۵۰۰ تنو ته لوړ شو

د اسرائیلو پوځ پر رفاح سربیره د نصرت کډوالو کمپ، خان یونس او ​​دیر بیلاح  سیمې هم بمباري کړې دي.

2078133
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شوو فلسطینیانو شمیره ۱۹۵۰۰ تنو ته لوړ شو

د اسرائیلو د غزې په سویل کې د رفاح په ښار بریدونه ډیر کړي دي.

د رفاح په ښار د اسرائیلو په تازه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ تنه فلسطینیان وژل شوي دي.

په وژل شویو فلسطینیانو کې خبریال عادل ضراب هم شامل دی. د اکتوبر له اوومې راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینی خبریالانو شمېر ۹۶ ته لوړ شو.

د اسرائیلو پوځ پر رفاح سربیره د نصرت کډوالو کمپ، خان یونس او ​​دیر بیلاح  سیمې هم بمباري کړې دي.

د اکټوبر له اوومې راهیسې، د اسرائیلو په بریدونو کې  ۲۲ روغتونونه او ۵۳ روغتیايي مرکزونه  په بشپړ توګه له منځه تللي او له فعالیته وتلي دي. ۳۰۰ طبي پرسونل په ډله ییزه توګه وژل شوي دي او ۹۰ ښوونځي او پوهنتونونه له منځه وړل شوي دي.

په غزه کې نښتې دوام لري.

د بله پلوه د حماس پوځي څانګې د القسام ځواکونو د خانس یونس ښار په ختیځ کې د اسرائیلي ځواکونو پر یو پوځي موټر چې عسکر يي انتقالول د برید  ویدیو خپره کړې ده.

د برید په پایله کې اسرائیلي پوځیانو ته د پام وړ مرګ ژوبله اوښتې ده. اسرائیل اعلان وکړ چې د غزې په جګړه کې یې دوه نور پوځیان وژل شوي دي. په یوه ورځ کې د وژل شویو اسرائیلي پوځیانو شمېر ۷ تنو ته ورسېد.

د بله پلوه یو ځل بیا د اوربند په اړه خبرې پیل شوي دي.

د امریکا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي ادعا کړې چې د زندانیانو د تبادلې یو نوی تړون به لاسلیک شي.

له بلې خوا حماس اعلان وکړ چې په غزه کې د بندیانو تبادلې ته چمتو دی، په دې شرط چې اسراییل خپل بریدونه پای ته ورسوي.

د اکتوبر له اوومې راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۹ زره ۴۵۳ فلسطینیان وژل شوي او ۵۲ زره ۲۸۶ کسان ټپیان شوي دي.

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې راهیسې چې پر غزې د دوی بریدونه د پیل راهیسې، د دوی ۴۶۱ پوځیان وژل شوي دي.



اړوند خبرونه