د حماس لخوا پر اسرائیلو ډیر سخت ګوزار

حماس د غزې په سویل کې ۸ تنه اسرائیلي سرتیري ووژل.

2153497
د حماس لخوا پر اسرائیلو ډیر سخت ګوزار

حماس د غزې په سویل کې ۸ تنه اسرائیلي سرتیري ووژل.

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د غزې په جنوبي پوله کې د رفح په ښار کې د دوی اته عسکر وژل شوي دي. حماس ویلي، چې دوی پر یوه پوځي موټر برید کړی دی.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې حماس ځواکونو د رفح په سیمه کې د یو کمین په نتیجه کې د اسرائیلي ځواکونو پر کاروان خونړی برید کړی دی. ویل کیږي د اسرائیلي ځواکونو د موټرو پر کاروان د انجینیرۍ د ډلې په زغرواله موټر درنده چاودنه وشوه چې په ګاډي کې سپرو ټولو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.

د حماس پوځي څانګې، عزالدین القسام لواګانو  اعلان وکړ چې د غزې په جنوب کې د رفح په ښار کې د یو کمین  په ترڅ کې اسرائیلي پوځیانو ته درنده مرګ ژوبله اړولې وه. د اسرائیلو پوځ هم دا خبره تایید کړې ده.  د ویلو ده چې دا د جنورۍ  میاشتې راهیسې د اسرائیلو تر ټولو ستر پوځي تلفات دي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند ددې پیښې په اړه وویل چې "له بده مرغه، نن ورځ موږ د درنو قیمتونو سره سره، په رفح کې مهمې  لاسته راوړنې درلودې. د ۱۶۲ فرقې او سویلي قومندانۍ د تمرکز په نقطه رفح کې  خورا مهمې لاسته راوړنې شوی دي .

د بله پلوه د اسرائیلو لومړي وزیر بنیمین نتنیاهو پر اسرائیلي پوځیانو د برید په اړه وویل "موږ باید د جګړې اهدافو ته ژمن پاتې شو." "هیڅوک مه پریږدئ چې تاسو له ساده او څرګندو حقیقتونو څخه پام واړوي. "سره له دې چې د دروند او حیرانونکي لګښت سره سره، موږ باید د جګړې اهدافو ته ژمن پاتې شو: د حماس نظامي او حکومتي وړتیاوې له منځه یوسو، ترڅو خپل ټول یرغمل بیرته راستانه کړو."


پيوندونه: #برید , #اسرائیل , #حماس

اړوند خبرونه