د حماس غورځنګ امریکايي میلیاردر ایلون ماسک ته غزې ته بلنه ورکړه

د حماس غورځنګ د امریکايي میلیاردر ایلون ماسک څخه چې تیره ورځ يي اسرائیلو ته سفر کړی وو د غزې نه هم د لیدنې غوښتنه وکړه. حماس ډلې ایلون ماسک ته بلنه ورکړه چې د غزې نه هم لیدنه وکړي تر څو د اسرائیلو په بریدونو کې رامنځته شوی ویجاړی له نږدې وویني.

2070400
د حماس  غورځنګ امریکايي میلیاردر ایلون ماسک ته غزې ته بلنه ورکړه

د حماس غورځنګ د امریکايي میلیاردر ایلون ماسک څخه چې تیره ورځ يي اسرائیلو ته سفر کړی وو د غزې نه هم د لیدنې غوښتنه وکړه. حماس ډلې ایلون ماسک ته بلنه ورکړه چې د غزې نه هم لیدنه وکړي تر څو د اسرائیلو په بریدونو کې رامنځته شوی ویجاړی له نږدې وویني.

د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس له خبریالانو او رسنیزو سازمانونو وغوښتل چې په سیمه کې خپل شتون زیات کړي ،  تر څو د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د حملو له امله د رامینځته شویو ویجاړیو اندازه معلومه کړي.

د حماس غورځنګ د خپل ټیلیګرام پاڼې له لارې په خپور کړي  بیان کې ویلي دي "موږ په نړیوالو ژورنالیستانو او رسنیو غږ کوو چې په غزه کې خپل شتون زیات کړي ترڅو د اشغالګر او د نازي پوځ لخوا د د ماشومانو، بې دفاع ملکي وګړو په وړاندې نسل وژنې کچه او د ټولو زیربناوو ویجاړی په خپلو سترګو وګوري."

په بیان کې راغلي دي چې د صبرا په سیمه او د غزې د ښار په نورو برخو کې تر خاورو لاندې د لسګونو فلسطینیانو د جسدونو موندل او د اسلامي پوهنتون چې یو له مهمو علمي بنسټونو څخه دی، د ویجاړتیا کچه تاییدوي. ددې زشتو او ضد انساني کړنو هدف په قصدي ډول د ژوند د ټولو تاسیساتو او زیربناوو ویجاړول او د غزې  خلک مهاجرت ته اړ کول دي.

په همدې حال کې د حماس اجرایوي مشر اسامه همدان هم له امریکايي میلیاردر ایلون مسک څخه وغوښتل چې د غزې محاصره شوې تړانګې ته ورشي او د اسرائیلو د بریدونو له امله رامنځته شوې ویجاړۍ له نږدې وګوري.

حمدان وویل موږ هغه ته بلنه ورکوو چې د غزې د خلکو د قتل عام او ویجاړۍ اندازه په خپلو سترګو وګوري.

د بله پلوه امریکايي میلیاردر د ایکس ټولنیزې پاڼې له لارې په خپور کړي بیان کې د حمدان بلنه رد کړې ده او ویلي دي چې  "اوس دا یو څه خطرناک ښکاري. خو زه باور لرم چې د غزې اوږدمهاله سوکالي به ټولو اړخونو ته ګټه ورسوي."

ایلون ماسک د دوشنبې په ورځ اسرائیل ته لاړ او له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره یې یوځای د کفر عزا ښارګوټې نه لیدنه وکړه ، چې د اکتوبر په اوومه د حماس د پوځي څانګې عزالدین القسام ځواکونو له خوا پرې برید شوی و.

هغه د اسرائیل د ولسمشر هرزوګ سره هم لیدنه وکړه.


پيوندونه: #حماس , #ایلون مس , #غزه

اړوند خبرونه