عباس : غزه د فلسطین نه بیلیدونکې پارچه ده او د غزې په اړه اشغالګر پلانونه د منلو وړ ندي

د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویلي، د غزې تړانګې د ویشلو لپاره د اسرائیلي اشغالګرو پلانونه د منلو وړ نه دي او غزه د فلسطین یوه نه بېلېدونکې برخه ده.

2062390

د فلسطیني رسنیو د خبر له مخې، محمود عباس د هالنډ او استرالیا له لومړي‌ وزیرانو مارک روت او انتوني البانیس سره په جلا جلا توګه ټیلیفوني خبرې وکړې.

عباس د هالنډ له لومړي‌ وزیر  روت سره په  ټیلیفوني‌ خبرو کې وویل، د غزې د ویشلو لپاره د اشغالګرو ځواکونو پلانونه د منلو وړ نه دي، او ویلي یې دي چې د غزې لپاره سیاسي یا امنیتي حل نشته او دا سیمه د فلسطیني دولت یوه نه بېلېدونکې برخه ده.

عباس ټینګار وکړ چې د نړیوال مشروعیت پر بنسټ د سیاسي حل لارې پلي کول د فلسطین د خلکو د ازادۍ، خپلواکۍ او حاکمیت د ترلاسه کولو لپاره مطلق دی.

د بله پلوه د استرالیا لومړي‌ وزیر انتوني‌ البانیس د فلسطین ولسمشر محمود عباس سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

پدې ټيلیفوني‌ خبرو کې عباس یادونه وکړه چې دوی د فلسطین د خلکو قانوني استازي دي او د فلسطین د ازادۍ سازمان حق لري چې ملي پریکړې وکړي.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې د فلسطین د خلکو پر وړاندې روان قتل عام باید هر څه ژر ودرول شي.

اړوند خبرونه