حماس ویلي‌ په اسرائیلو کې نیولي‌ ځیني بهرني اسیرانو به خوشې کړي

حماس د ځینو بهرنیو اسیرانو د خوشې کولو نه خبر ورکړ.

2058711
حماس ویلي‌ په اسرائیلو کې نیولي‌  ځیني بهرني اسیرانو به خوشې کړي

حماس د ځینو بهرنیو اسیرانو د خوشې کولو نه خبر ورکړ.

د حماس وسله والې څانګې عزالدین القسام ځواکونو  اعلان کړی چې دوی نه غواړي‌ چې ځیني‌ بهرني‌ اسیران په غزه کې وساتي‌ ، د همدې امله يي منځګړو ته ددې اسیرانو د خوشې کولو په اړه خبر ورکړی دی.

د القسام ځواکونو وياند ابو عبيده په خپل ويډيويي پيغام کې د غزې په تړانګه کې د اسرائيلي او بهرنيو بنديانو په اړه ارزونې وکړې .

ابو عبيده وویل ، چې دوی منځګړو ته خبر ورکړی، چې ډېر ژر به د بېلابېلو هېوادونو په غوښتنه ځينې بهرني بنديان خوشې کړي، ځکه دوی نه غواړي  دا اسیران په غزه کې وساتي.

"موږ اړتیا نه لرو چې دوی په غزه کې وساتو."

ابو عبیده د اسرائیلو دا خبره رد کړه چې ګواکې د ځمکنیو عملیاتو له لارې یې یو عسکر ژغورلی او ویلي یې دي چې "د اسرائیلو لپاره دا ممکنه نه ده چې د عزالدین قسام زندان ته ورشي" او دا ممکن د نورو ډلو یا اشخاصو لخوا نیول شوي بندیان وي.

ابو عبیده وویل: "که لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو له یوې میاشتې جګړې وروسته د یوه زنداني د خلاصون ویاړ او لمانځنه وکړي، نو د دې طریقې په کارولو سره به په غزه کې د پاتې بندیانو د ژغورلو لپاره شل کاله وخت اړتیا لري.".

ابو عبیده وویل په دې باندې په ټینګار سره چې نتانیاهو په غزې تړانګه کښې په ماتې سره خپل سیاسی راتلونکې ختم کړ، ، دا به د نیواکګرۍ د ختمیدو پیلامه وی.

ابو عبيده وویل چې  له هغې ورځې چې اسرائيلي پوځ په غزه کې مځکني‌ عملیات پيل کړي‌ دي ،  دوې  تراوسه ٢٢ اسرائيلي پوځي وسايط له منځه وړي دي. هغه څرګنده کړه چې د قسام د لوا غړي له اسرائيلي ځواکونو سره په نښتو کې ښکېل دي او ګڼو اسرائیلي‌ پوځيانو  ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ابو عبیده په دې خبرې په ټینګار سره چې د اسرائیلو د پوځ په وړاندې دفاعي اقدامات دوام لري او دا عملیات یوازې پیل دی، ابو عبیده وویل چې د غزې تړانګه به د دښمن لپاره په هدیرې بدله کړي.

ابو عبیده زیاته کړه چې دوی په دې وروستیو کې د غزې په تړانګه کې د لومړي ځل لپاره د تورپیډو په کارولو سره په سمندر کې په ځینو اهدافو بریدونه کړي دي.


پيوندونه: #اسیران , #حماس , #غزه

اړوند خبرونه