په غزه د اسرائیلو په روانو بریدونو کې د ځاني‌ تلفاتو شمیره ۳۷۸۵ تنو ته لوړه شوه

په غزه کې د بمونو باران دوام لري. په غزه کې د اکتوبر د میاشتې د اومې نیټې راهیسې د اسرائیلو لخوا په روانو بریدونو کې د ځاني‌ تلفاتو شمیره  ۳۷۸۵ تنو ته لوړه شوه چې ۱۵۲۴ تنه يي ماشومان دي.

2053306
په غزه د اسرائیلو په روانو بریدونو کې د ځاني‌ تلفاتو شمیره ۳۷۸۵ تنو ته لوړه شوه

په غزه کې د بمونو باران دوام لري. په غزه کې د اکتوبر د میاشتې د اومې نیټې راهیسې د اسرائیلو لخوا په روانو بریدونو کې د ځاني‌ تلفاتو شمیره  ۳۷۸۵ تنو ته لوړه شوه چې ۱۵۲۴ تنه يي ماشومان دي.

د اسرائیلو او حماس ترمنځ نښتې چې د اکټوبر په اوومه پیل شوې، په دیارلسمه ورځ هم دوام لري. په داسې حال کې چې د غزې په تړانګه کې د اسرائيلو هوايي بريدونه د لويې تباهي لامل ګرځي، د فلسطينيانو د ځاني تلفاتو  شمېر هم مخ په زياتېدو دی.

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳ زره ۷۸۵ تنو ته لوړ شوی دی.

ویل شوي چې د وژل شویو کسانو له ډلې ۱۵۲۴ یې ماشومان، ۱۰۰۰ یې ښځې او ۱۲۰ یې بوډاګان دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له ۱۲ زره ۴۹۳ ټپیانو څخه ۳ زره ۹۸۳ یې ماشومان او درې زره ۳۰۰ یې ښځې دي.

داسې کسان هم شته چې تر کنډوالو لاندې پاتې دي

د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر اشرف القدره  ویلي چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د هوايي بریدونو له امله تر کنډوالو لاندې د بند د ۱۳۰۰ کسانو له جملې څخه ۶۰۰ یې ماشومان دي او ویلي یې دي  وزارت باور لري چې تر خاورو لاندې بند پاتې کسان هم شته.  د روانو هوايي بریدونو او ناکافي ظرفیت له امله دوی ته رسیدل خورا ستونزمن دي.

اسرائیلو د خان یونس روغتون ته څېرمه پر یوه کور برید  کړی او ۷ تنه یې وژلي

د اسرائیلو پوځیانو د غزې د تړانګې په جنوب کې د خان یونس په ښار کې د ناصر روغتون ته څېرمه د الامال په ولسوالۍ کې د ابو عوده په کور برید  وکړ. له سیمې څخه سخت لوګي پورته کیږي. سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې په برید کې ۷ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. په داسې حال کې چې ټپيان د ناصر روغتون ته لېږدول کېږي، خو د ملکي دفاع ډلې هڅه کوي چې تر خاورو لاندې کسان وژغوري.

اسرائیلو د غزې په تړانګه کې پر میشت ځایونو د نوي هوايي برید په اضافه کولو سره د الزهرا په ښار کې ۳ ودانۍ په نښه کړي. له بريد وروسته نن سهار په سيمه کې ويجاړتيا ليدل شوې ده. په داسې حال کې چې له هغو ودانیو څخه لوګي پورته کېږي چې شاوخوا ۱۲۰ کسان په کې اوسېدل او له برید وروسته ویجاړ شوي.

له بلې خوا اسراییلي پوځ د لبنان په پوله کې د حزب الله په مرکزونو هم بریدونه کړي. د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو  لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لبنان په سرحدي سیمه کې د حزب الله نظامي اهداف په نښه کړي دي.



اړوند خبرونه