د اسرائیلو پوځ په غزه کې د فلسطینیانو نه د غزې سویل ته د کډه کیدو غوښتنه کړې ده

د اسرائیلو پوځ له ۱ عشاریه ۱ میلیون تنو  فلسطینیانو څخه چې د غزې د تړانګې په شمال کې ژوند کوي، وغوښتل چې د سیمې جنوب ته کډه شي.

2050328
د اسرائیلو پوځ په غزه کې د فلسطینیانو نه د غزې سویل ته د کډه کیدو غوښتنه کړې ده

د اسرائیلو پوځ له ۱ عشاریه ۱ میلیون تنو  فلسطینیانو څخه چې د غزې د تړانګې په شمال کې ژوند کوي، وغوښتل چې د سیمې جنوب ته کډه شي.

د اسرائیلو پوځ په خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې چې د حماس د پوځي څانګې عزالدین القسام لوا غړي په تونلونو او تر کورونو لاندې او همدارنګه په هغو ودانیو کې چې ولسي وګړي په کې اوسېږي، پټ شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي دي «د غزې ښار د پوځي عملیاتو ساحه ده، د اسرائیلو پوځ د غزې په ښار کې له ټولو ملکي وګړو څخه غواړي چې د خپل ځان د خوندیتوب او ساتنې په خاطر له خپلو کورونو څخه ووځي او د غزې د ټرانګې جنوبي سیمې ته کډه شي. لکه څنګه چې په نقشه کې ښودل شوي. د غزې د شمال خلک به د دویم اعلان نه وروسته خپلې سیمې ته بیرته راستانه شي."

په بیان کې په غزه کې فلسطینیانو ته خبرداری ورکړل شوی چې د پولې له کټارو څخه لیرې پاتې شي او ویلي یې دي چې په راتلونکو ورځو کې به د اسرائیلو وسله وال ځواکونه د غزې په ښار کې مهم عملیاتو ته دوام ورکړي او د ملکي وګړو د زیان د مخنیوي لپاره به جدي هڅې وکړي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، د اسرائیلو پوځ په غزه کې د بشري چارو د همغږۍ او امنیت دفتر ته له نیمې شپې مخکې د مسئلې په اړه خبر ورکړ.

هغه ویلي دي چې اسرائیلو پوځ  د ملګرو ملتونو پرسونل او خلکو نه چې د ملګرو ملتونو په تاسیساتو کې میشت  دي ، په شمول د ښوونځیو او روغتیایی مرکزونو غوښتنه کړې  چې د سیمې سویل ته لاړ شي ، دوجاریک ټینګار وکړ چې دوی غواړي د اسرائیلو اردو پریکړې باندې بیا کتنه وکړي ځکه چې دا  ډیرې بدې  او ویجاړونکي پایلې به ولري.

د غزې په تړانګه کې د دولتي رسنیو دفتر په ښار کې په ښاریانو غږ کړی چې "د رواني جګړې لپاره د اشغال هڅې له پامه غورځوي."

له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،" ځینې برخې هڅه کوي چې د مختلفو وسیلو له لارې ځینې ناسم تبلیغاتي خبرونه خپاره او انتقال کړي چې موخه یې د هیوادوالو ترمنځ ګډوډي رامنځته کول او زموږ د کورني یووالي ته زیان رسول دي." په بیان په ، ښاریانو  غږ شوی چې "د رواني جګړې لپاره د اشغال هڅو ته پام ونه کړي."

په اعلاميه کې يادونه شوې چې د دغو نوښتونو په منځ کې د نړيوالو موسسو د ځينو کارکوونکو د غوښتلو په اړه څرګندونې شوې چې د ښار سوېل ته ولاړې او زياته يې کړه، د يادو بنسټونو ټيمونه لا هم پر ځاى دي.

د اسرائيلي پوځ له خبرداري وروسته په سلګونو زره فلسطينيانو خپل کورونه پريښي او د شفا روغتون ته يې پناه وړې او يا يې د روغتون شاوخوا ته خيمې درولې دي.

په عین حال کې، اسرائیل د غزې له پولې څخه په څو کیلومترۍ کې د یهودي میشت ځای سیډروټ څخه ۶۰ سلنه خلک ایستلي دي.

د حماس پوځي څانګې، د قسام لوا د تیرې خالي  پر ورځ  د اسرائيلو پر خلاف د اقصی د سیلاب په نامه د پراخه عملیاتو د پيلولو نه خبر ورکړ.

ددې عملیاتو په نتیجه کې څه باندې ۱۲۰۰ تنه اسرائیلیان وژل شوي  او په سلګونو نور ټپیان شوي  دي.

همداشان د اسرائیلو لخوا پر غزې د پيل شوو هوايي او مځکنیو بریدونو په نتیجه کې تر ۱۵۰۰ تنو ډیر فلسطینیانو ژوند  د لاسه ورکړی او ۶۰۰۰ تنه نور ټپیان شوي  دي.

اسرائیلو پر غزې برښنا، اوبه ، خوراکي توکو او هر ډول تګ راتګ باندې بندیز لګولی دی.


پيوندونه: #اسرائیل , #غزه

اړوند خبرونه