د سوریې رژیم او روسیې ځواکونو پر ادلب او حلب د بریدونو په نتیجه کې ګنشمیر کسانو وژل شوي

په تېره اوونۍ کې پر ادلب او حلب د سوریې د پوځ او روسیې په بریدونو کې د ۱۲ ماشومانو او ۹ ښځو په ګډون ۴۲ ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷۹ زره ملکیان کډوالۍ ته اړ شوی دی.

2048801
د سوریې رژیم او روسیې ځواکونو پر ادلب او حلب د بریدونو په نتیجه کې ګنشمیر کسانو وژل شوي

په تېره اوونۍ کې پر ادلب او حلب د سوریې د پوځ او روسیې په بریدونو کې د ۱۲ ماشومانو او ۹ ښځو په ګډون ۴۲ ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷۹ زره ملکیان کډوالۍ ته اړ شوی دی.

د سوریې د بیړني غبرګون د همغږۍ د دفتر مشر، محمد حلاج، چې په ادلب کې د معلوماتو څیړنې ترسره کوي، د ادلب د تاو تریخوالي د کمولو زون په سرحد کې د سیمو په وړاندې د سوریې د پوځ او د هغې د ملاتړي روسیې د ځمکنیو او هوایي بریدونو په اړه څرګندونې وکړې.

حلاج په دې باندې په ټینګار سره چې د نړیوالو قوانینو له مخې منع شوې وسلې په ادلب او حلب کې نهه ځله په حملو کې کارول شوې وې وویل چې د ۱۲ ماشومانو او ۹ ښځو په شمول ۴۲ ملکیان وژل شوی او ۲۱۴ ملکیان ژوبل شوی دی.

حلاج وویل چې د بریدونو په پایله کې شاوخوا ۷۹ زره ملکي وګړي بې ځایه شوي دي.

"په ادلب کې د عامه خدماتو ۵۱ ودانۍ، په شمول ۱۱ ښوونځي، ۷ کمپونه، ۱۵ روغتیایی تاسیسات، په نښه شوي."

د حلاج په خبره، په دې بريدونو کې د بشري مرستو د موسسې دوه کارکوونکي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

په ۲۰۱۷م کال کې د استانه په غونډه کې تورکیې، روسیې او ایران پریکړه وکړه چې په هغه سیمه کې چې د سوریې د ادارې تر کنټرول لاندې نه وي، ۴ «له تاوتریخوالي کمولو زونونه» جوړ کړي.

د دمشق ادارې، د ایران تر ملاتړ لاندې ترهګرو او روسیې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ، له څلورو څخه یې درې سیمې ونیولې او د ادلب پر لور روان شول.

که څه هم ترکیې د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر میاشت کې له روسیې سره د اوربند د ټینګولو په موخه یوه اضافي موافقه ترلاسه شوه، خو د ۲۰۱۹ کال په مې میاشت کې بیا بریدونو زور واخیست. د ترکیې او روسیې تر منځ د ۲۰۲۰ کال د مارچ په پنځمه د شوې نوې موافقې په تعقیب، اوربند تر ډیره حده ساتل شوی دی.

نږدې دوه ملیونه ملکي وګړي چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۰ کلونو کې له بریدونو څخه تښتیدلي د تورکیې پولې ته نږدې سیمو ته کډه کولو ته اړ شوي.



اړوند خبرونه