سوریه کې د حربي پوهنتون د فراغت پر مراسمو د ډرون الوتکې د برید په نتیجه کې ستر قتل عام رامنځته شو
د سوریې په حمص ولایت کې د حربي پوهنتون د فراغت پر مراسمو د ډرون الوتکې پر مټ برید شوی دی. د ویلو ده چې پدې برید کې د ځاني تلفاتو شمیره ۱۰۰ تنو ته نږدې شوې ده
په سوریه کې د حربي پوهنتون د فراغت پر مراسمو د ډرون الوتکې د برید په نتیجه کې ستر قتل عام رامنځته شو.
د سوریې په حمص ولایت کې د حربي پوهنتون د فراغت پر مراسمو د ډرون الوتکې پر مټ برید شوی دی. د ویلو ده چې پدې برید کې د ځاني تلفاتو شمیره ۱۰۰ تنو ته نږدې شوې ده.
همداشان پدې پيښه کې تر سلو ډیر کسان ټپیان شوي دي. د بله پلوه ادعاء شوې چې پدې برید کې د سوریې د اسد د رژیم د دفاع د وزیر علي محمود عباس هم ژوند د لاسه ورکړی دی. خو د سوریې رژیم ته نږدې یوې سرچینې بیا ویلي دي چې د دفاع وزیر علي محمود عباس د برید نه څو دقیقې مخکې د فراغت له مراسمو جلا شوی وو. نوموړې سرچینې د عباس د مړینې خبر رد کړی دی.
په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان ویلي دي چې د حمص په ښار کې د حربي پوهنتون د فراغت پر مراسمو د ډرون پر مټ برید شوی دی. په برید کې ۱۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۱۲۰ تنو ډیر کسان ټپیان شوي دي.
ددې پیښې نه وروسته د اسد رژیم درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ. د اسد رژیم ددې پيښې د ځاني تلفاتو په اړه څه ندي ویلي.
د ویلو ده چې د برید مسئولیت تر اوسه پورې هیچا په غاړه ندی اخیستی.