د اسرائیل په پلازمنیه تل ابیب کې د کیمیايي موادو په یوې فابریکه کې ډیره ستره چاودنه شوې ده.
په تل ابیب کې د کیمیايي موادو په فابریکه کې ستره چاودنه شوې
2024688
د اسرائیل په پلازمنیه تل ابیب کې د کیمیايي موادو په یوې فابریکه کې ډیره ستره چاودنه شوې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شوو ویدیوګانو او انځورونو له مخې نن سې شنبه د اګست ۱۵ مه د سهار په وختي ساعتونو کې د اسرائیل په پلازمینه تل ابیب کې په یوې فابریکه کې ډیره ستره چاودنه رامنځته شوه.
ویل کیږي چاودنه د کیمیايي موادو په یوې فابریکه کې رامنځته شوې ده . د چاودنې نه وروسته په لسګونو امبولانسونه د پيښې ځای ته استول شوي دي.
اسرائیلي مقاماتو تر اوسه پورې ددې چاودنې د لامل او زیانونو په اړه څه ندي ویلي. د مرګ ژوبلې په اړه هم معلومات نشته.