د سوریې په پلازمینه دمشق کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د سوریې په پلازمینه دمشق کښې په موټرسایکل کې د ځای په ځای شوی بم د چاودنې له امله شپږ تنه وژل شوی او ۲۳ نور ژوبل شوی دی.
2017070
د سوریې په پلازمینه دمشق کښې په موټرسایکل کې د ځای په ځای شوی بم د چاودنې له امله شپږ تنه وژل شوی او ۲۳ نور ژوبل شوی دی.
د سوریې د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته ویلي دي چې پرون ماښام د دمشق په سيد زينب سيمه کې په موټرسايکل کې ځای پر ځای شوی بم وچاودېد.
ویل شوي، چې په چاودنه کې ۶ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیست
د ویلو ده چې د سید زینب په سیمه کې تر ټولو زیات ایراني ملیشه ځای په ځای دي.