د عراق په دیاله ښار کې په یوه وسله وال برید کې ۸ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

په عراق کې په ملکي وګړو خونړی برید شوی دی

1921103
د عراق په دیاله ښار کې په یوه وسله وال برید کې ۸ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د عراق په دیاله ښار کې په یوه وسله وال برید کې ۸ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو د عراق د دیاله ولایت د حلیس ولسوالۍ د الببلي پر کلي برید وکړ. په برید کې ۸ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۳ تنه نور ټپیان شول.

ویل شوي، چې بریدګرو لومړی د ملکي وګړو پر موټرو ډزې وکړې او بیا د پېښې ځای ته په راټولو شویو خلکو ډزې وکړې.

ويل شوي چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او په سيمه کې د بريد کوونکو د نيولو لپاره عمليات پيل شوي دي.

 

که څه هم تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو اټکل کیږي چې برید د داعش ترهګرې ډلې لخوا شوی وي.


پيوندونه: #برید , #عراق

اړوند خبرونه