د عراق نوی ولسمشر وټاکل شو.
عبداللطیف محمد جمال رشید د عراق د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
![د عراق نوی ولسمشر وټاکل شو.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/3470/e539/9fa7/634909b41bce4.jpg?time=1719100334)
د عراق نوی ولسمشر وټاکل شو.
عبداللطیف محمد جمال رشید د عراق د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د ویلو ده چې تیره ورځ د عراق په پارلمان کې د نوي ولسمشر د ټاکلو په خاطر ټاکنې وشوې.
د ویلو ده چې د عراق د ولسمشرۍ لپاره ۳۹ تنو ځانونه نوماند کړي وو. د عراق د پارلمان ۳۲۹ تنو وکیلانو د نوي ولسمشر د ټاکلو په خاطر خپلې رایې وکارولې.
د ټاکنو په لومړي پړاو کې هیڅ یو نوماند پدې ونه توانید چې ۵۰ جمع یو رای وګټي.
د ټاکنو په لومړي پړاو کې د کردستان وطنپالو اتحاد نوماند موجود ولسمشر برهم صالح ۹۹ رایې او مستقل نوماند عبداللطیف محمد جمال رشید ۱۵۷ رایې ترلاسه کړې.
همداشان د ټاکنو په دویم پړاو کې بیا د دوو مخکښو نوماندانو ولسمشر برهم صالح او مستقل نوماند جمال رشید ترمنځ سیالي وشوه.
په دویم پړاو کې بیا د پارلمان ۲۶۹ تنو وکیلانو په رای اچونه کې ګډون کړی وو چې عبداللطیف محمد جمال رشید د ۱۶۲ رایو په ترلاسه کولو سره د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د عراق نوي ولسمشر عبداللطیف محمد جمال رشید وروسته لوړه وکړه او خپله دنده رسمآ پیل کړه.
هغه د شیعه ګانو د اتحاد نوماند محمد شیاع السوډاني د نوي حکومت جوړولو په دنده وګماره.
د ویلو ده چې د عراق نوي ولسمشر جمال رشید ددینه وړاندې د اوبو د سرچینو د وزیر او د پخواني ولسمشر جلال طلباني د مشاور په توګه دنده ترسره کړې وه.