عراق حکومت د هیواد نه د بهرنیو ځواکونو د ویستو هوډ کړی .
د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي د هیواد نه د بهرنیو ځواکونو د ویستو په اړه د پارلمان فیصله په بغداد کې د امریکا سفیر متیو توولر ته ابلاغ کړه.
د عراق لومړي وزیر په بغداد کې د امریکا سفیر سره لیدنه وکړه. په لیدنه کې هغه ته د هیواد نه د ټولو بهرنیو ځواکونو د ویستو په اړه د پارلمان فیصله ابلاغ کړه.
د عراق د حکومت لخوا د خپور شوي بیان له مخې لومړي وزیر عبدالمهدي په بغداد کې د خپل کار په دفتر کې د امریکا سفیر حضور ته قبول کړ. پدې لیدنه کې د مهمو مسئلو او د عراق د حکومت د دریځ په اړه خبرې وشوې.
د عراق لومړي وزیر د امریکا د سفیر سره په لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د هیواد نه د بهرنیو ځواکونو د ویستو اړوند د پارلمان فیصله یوه ډیره پر ځای فیصله ده او د امریکا سره د اړیکو د بڼسټ د لا قوي کیدو په خاطر باید د هیواد نه د امریکايي ځواکونو د ویستو په اړه په ګډه چارې پیل شي.
هغه د موجوده حالات د جدیت او احتمالي اغیزو نه په یادونې سره وویل چې، موجود حالات په یوې جګړې د بدلیدو د مخنیوي په خاطر د خپل وس او توانه پورې هلې ځلې کوو.
هغه وویل چې زمونږ اړیکې د همکارۍ، متقابل احترام، امنیت، استقرار او ملي خپلواکۍ او حاکمیت ته د درناوي پر بڼسټ ولاړې دي.
د یادولو وړ ده چې د عراق پارلمان د تیرې یکشنبې پر ورځ د هیواد نه د امریکايي ځواکونو د ویستو په خاطر فیصله تصویب کړه. پارلمان ددې فیصلې د عملي کولو مسئولیت حکومت ته په غاړه واچو.
د امریکا ولسمشر د عراق د پارلمان ددې فیصلې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او عراق يي وګواښه.
هغه ګواښ وکړ که چیرې عراق د هیواد نه زمونږ د ځواکونو د ویستو اقدام وکړي داسې سخت بندیزونه به پرې وضع کړو چې ساری تر ننه پورې لیدل شوی نوي. پر ایران لګیدلي بندیزونه يي پر وړاندې سپک پاتې شي.