عربستان د نړۍوالې ټولنې نه د ایران پر خلاف په ګډه د ډیر تند عکس العمل ښودو غږ غوښتنه کړې ده .
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو مسئول د دولت وزیر عادل الجبیر د ایران لخوا د انګلستان د یوې ټانکر کښتۍ د نیولو نه وروسته د نوموړي هیواد پر خلاف د نړۍوالې ټولنې د ډیر تند عکس العمل ښودو غوښتنه کړې ده .
جبیر ویلي دي چې نړۍواله ټولنه باید هر څه ژر د ایران پر خلاف چې د سمندري سیروسفر په ازادۍ يي برید کړی دی په ګډه عکس العمل وښايي.
هغه پدې اړه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د سمندري سیروسفر په ازادۍ هر ډول برید د نړۍوالو قوانینو او حقوقو سره په ټکر کې دی.
هغه ویلي دي چې د ایران لخوا د انګلستان د یوې ملکي بیړۍ تر نظارت لاندې نیول او برمته کول په هیڅډول د منلو وړ عمل ندی. دا ایران د نړۍوالو حقوقو نه دا ډول سرغړونې د منلو وړ ندي. هغه په نړۍوالې ټولنې غږ کړی دی چې په راتلوونکي کې ددې ډول اقداماتو د نه تکراریدو په خاطر باید نړۍواله ټولنه د ایران په مقابل کې په ګډه ډیر قوي عکس العل وښايي.
د ویلو ده چې ایران د تیرې جمعې پر وړاندې د هرمز په تنګي کې د انګلستان دوه ټانکر یا د تیلو انتقالوونکي کښتۍ ونیولې .
ایران د نیول شوو دوو ټانکو کښتیو نه یوه لنډه موده وروسته خوشې او بله يي خپل بندر ته یوړه.
ایران ویلي دي چې د انګلستان ټانکر کښتۍ د سمندري مقراراتو د نه مراعات کولو له امله نیولې ده .
د ویلو ده چې ایران هله د انګلستان ټانکر کښتۍ ونیوله چې د جولای په ۴ مه نيټه د جبل الطارق په سیمه کې د ایران اړوند یوه ټانکر کښتۍ د انګلستان د سمندري ځواکونو لخوا نیول شوې وه. انګلستان ویلي وو چې ایراني ټانکر کښتۍ سوریې ته تیل انتقالول.
انګلستان ویلي وو چې ایراني ټانکر کښتۍ د اروپايي ټولنې لخوا د سوریې پر رژیم د لګیدولو تحریمونو نه د سرغړونې په تور نیول شوې ده .
ایران ددې پیښې نه وروسته انګلستان ته ځینې ګواښونه هم کړي وو او ویلي وو چې د انګلستان ددې اقدام پایلې به ډیرې بدې وي.
ایران تیره اونۍ هم د هرمز په تنګي کې د انګلستان د یوې ټانکر کښتۍ د نیولو هڅه کړې وه چې د انګلستان ځواکونو لخوا يي مخه نیول شوې وه.