حوثي یاغیانو یو ځل بیا پر سعودي عربستان د توغندي برید وکړ.

حوثي یاغیانو یو ځل بیا  د یمن د خاورې نه  د سعودي عربستان په سویل کې  په پوځي  تاسیساتو  د بالستیک توغندي برید کړی دی.

1222019
حوثي یاغیانو یو ځل بیا پر سعودي عربستان د توغندي برید وکړ.

 

ویل کیږي پدې برید کې ګن شمیر کسانو ته  مرګ ژوبله اوښتې ده.

د المسیره  تلویزیون  د حوثي یاغیانو  پوځي ویاند  تورنجنرال یحیی سیري له قوله لیکلي دي چې  د سعودي عربستان د نجران په ښار کې  په پوځي تاسیساتو  د بالستیک توغندي برید کړی دی.

هغه ویلي دي چې  توغندی  په هدف  لګیدلی دی  او پدې برید کې په لسګونو تنو سعودي ځواکونو ته مرګ  ژوبله اوښتې ده .

هغه ویلي دي چې  د نوموړي برید اړوند ویدیويي فلم يي هم  لیدلی دی. ویاند ادعا کړې ده چې  د برید  فلم يي ثبت کړی دی  او وروسته به يي  د خبري رسنیو ته شریک کړي.

هغه ویلي دي چې  دې برید  د سعودي ځواکونو نه وار خطا کړی دی.

سعودي عربستان  د نوموړي برید په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.

حوثي یاغیانو ویاند  سعودي عربستان په لا زیاتو توغندیزو بریدونو ګواښلی دی.



اړوند خبرونه