حوثي یاغیانو یوغیانو یو ځل بیا پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل.
په سعودي عربستان د بالستیک توغندیو برید وشو
![حوثي یاغیانو یوغیانو یو ځل بیا پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/77be/6e61/e3c7/5ab889b19d914.png?time=1718869312)
حوثي یاغیانو یوغیانو یو ځل بیا پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل.
حوثي یاغیانو د یمن د خاورې نه د سعودي عربستان د نجران پر ښار د بالستیک توغندیو بریدونه کړي وو چې په هوا کې شنډ او له منځه وړل شوي دي.
د سعودي عربستان چارواکیو په وینا حوثي یاغیانو د یکشنبې ورځ په ناوخته ساعتونو کې د یمن نه د سعودي عربستان د نجران پر سرحدي ښار د بالستیک توغندیو بریدونو نه وکړ چې د دافع هوا سیستم لخوا په هوا کې شنډ او له منځه وړل شوي دي.
د ویلو ده چې حوثي یاغیانو په ۲۰۱۴ کال کې د یمن په مشروع حکومت کودتا په کولو سره د پلازمینې صنعا په ګډون یو زیات شمیر سیمې د خپل کنټرول لاندې راوستې.
د یمن ولسمشر د حوثي یاغیانو پر خلاف د مبارزې په خاطر د سعودي او عربي نړۍ نه د مرستې او ملاتړ غوښتنه وکړه چې سعودي په مشرۍ ایتلاف په ۲۰۱۵ کال کې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر خلاف مبارزه او هوايي بریدونه پيل کړل.
حوثي یاغیان هم ددې په مقابل کې وخت نا وخته پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو او راکټي بریدونه کوي.