په سعودي عربستان کې په امنیتي ځواکونو خونړی برید وشو.
په سعودي کې پر امینتي ځواکونو وسله وال برید وشو
په سعودي عربستان کې په امنیتي ځواکونو خونړی برید وشو.
د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د خبر له په امنیتي ځواکونو د وسله وال برید په پایله کې ۴ تنه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د کورنیو چارو د وزارت د امنیتي ویاند تورنجنرال منصور الترکي له قوله ویلي دي چې د هیواد په سویل لویديځ کې المجارده او بارق د ولایتونو ترمنځه په یوې امنیتي پوستې د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا برید شوی چې په پایله کې لږ تر لږه ۴ تنه امنیتي ځواکونه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د برید کوونکو د هویت د تثبیت نه وروسته په ځانګړو عملیاتو کې دوه تنه نیولي خو دریم تن بیا د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
د پولیسو او برید کوونکي ترمنځه په نښته کې یو تن پولیس ژوند د لاسه ورکړی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي. برید کوونکی هم د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی.
برید کوونکی د سعودي عربستان وګړی بندر محمد علي نومیږي. د نیول شوو برید کوونکو هویت ندی اعلان شوی .