د اسرائیلو د پوځ قومندان چې اسرائیلو يي د وژل کیدو ادعا کړې وه د حماس سره زنداني دی

د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس اعلان وکړ چې د عساف حمامي په نامه د اسرائیلي ځواکونو یو تن  قومندان چې اسرائیل یې د وژل کیدو ادعا کوي دوې اسیر نیولی دی.

2143662

د حماس وسله والې څانګې عزالدین القسام لواګانو  خبر ورکړی، چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د پوځ د جنوبي لوا قوماندان ډګروال عساف حمامي د اکتوبر په اوومه د غزې پولې ته څیرمه پر یهودي میشت ځایونو د برید په ترڅ کې ټپي او اسیر نیولی دی .

د القسام لواګانو لخوا د ټیلیګرام له لارې په خپور شوي ویدیويي پیغام  کې دا هم ویل شوي چې حمامي د نیول کیدو پرمهال ټپي وو.

په نوموړي ویدیويي پیغام کې پوښتنه شوې چې ایا اوس د حمامي د  برخلیک په اړه معلومات لرۍ چې څنګه دی؟ په ځواب کې ویل شوي چې  چې اسرائیلي ادارې خپل عسکر په بند کې پریښي.

پدې ویدیويي پیغام کې د اسرائیلي قوماندان حمامي هغه وینا ته ځای ورکړی شوی دی چې ویلي دي  "وخت په تیریدو دی، ستاسو حکومت تاسې ته  دروغ وایي." په ویدیو کې په دې اړه معلومات ندي ورکړ شوي چې ایا حمامي مړ دی او که ژوندی.

د ویلو ده چې د ۲۰۲۳ کال دسمبر په دوهمه نیټه د اسرائيلو پوځ په خپله اعلاميه کې اعلان وکړ چې د غزې د جنوبي لوا  قوماندان ډګروال عساف حمامي د اکتوبر په اوومه نیټه وژل شوی او جسد يې د حماس په لاس کې دی.

اړوند خبرونه