د عراق اړوند جنګي الوتکو په سوریه کې هوايي عملیات ترسره کړل.
عراقي جنګي الوتکو په سوریه کې هوايي عملیات ترسره کړل
د عراق اړوند جنګي الوتکو په سوریه کې هوايي عملیات ترسره کړل.
د امریکا په مشرۍ د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې نړۍوال ایتلاف ویلي دي چې د عراق هوايي ځواکونو د سوریې په ختیځ کې د داعش ترهګرې ډلې په پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.
د یاد شوي ایتلاف لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د عراق جنګي الوتکو د نوموړي هیواد د لومړي وزیر حیدر العبادي په امر د سوریې په ختیځ کې د دیروزور ښار د حاجین په سیمه کې د داعش ترهګرې ډلې په پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا عملیات د ایتلاف د استخباراتو په مرسته په عراق کې د ګډو عملیاتو په مرکز کې پلان او اجرا شوي دي.
په خبرپاڼه کې د عملیاتو په ترڅ کې داعش ترهګرې ډلې ته د اوښتو مالي او ځاني زیانونو او په عملیاتو کې د ګډون کوونکو الوتکو د شمیرې په اړه څه ندي ویل شوي.
د ویلو ده چې دا لومړی ځل دی چې د عراق جنګي الوتکې په سوریه کې هوايي عملیات ترسره کوي.