اسراییلو په مصر تر سلو ډیر هوايي بریدونه کړي دي.
د مصر او اسراییلو ترمنځه پټ تړون
اسراییلو په مصر تر سلو ډیر هوايي بریدونه کړي دي.
دا خبره د نیویارک ټایمز ورځپاڼې کړې ده. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پدې اړه په خپور کړي خبر کې ویلي دي چې اسراییلو د ۲۰۱۵ کال راهیسې په مصر کې د سینا په ټاپو د جنګي الوتکو، چورلکو او بې پیلوټه الوتکو سره تر سلو ډیر هوايي بریدونه کړي دي.
نیویارک ټایمز ویلي دي چې اسراییلو دا بریدونه د قاهرې سره په مشوره او د هغوې په غوښتنه کړي دي.
نیویارک ټایمز په مصر کې د عبدالفتاح السیسي او اسراییلو ترمنځه پټ تړون په ډاګه کړ.
نیویارک ټایمز ویلي دي چې مصر پدې اړه د اسراییلو سره پټ تړون لاسلیک کړی دی.
ورځپاڼې « اسراییل د مصر په غوښتنه په سینا ټاپو هوايي بریدونه کوي » د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی. اسراییلو په مصر کې د سینا په ټاپو لږ تر لږه د سلو بریدونو د ترسره کولو خبره منلې ده.
خو د اسراییلو او مصر حکومتونو پدې اړه د څه ویلو نه ډډه کړې ده .
په خبر کې راغلي دي چې د مصر حکومت د هیواد په شمالي برخو کې په سینا کې د بریدونو په مخنیوي کې د پاتې راتلو له امله د اسراییلو نه د مرستې غوښتنه کړې ده . په سینا کې تندلارو ډلو چې داعش ترهګرې ډلې ته بیعت کړی دی وخت نا وخته په مصري ځواکونو بریدونه کوي.
په خبر کې راغلي دي چې اسراییلو د ۲۰۱۵ کال راهیسې په سینا ټاپو د جنګي الوتکو، چورلکو او بې پيلوټه الوتکو نږ تر لږه سل هوايي بریدونه کړي دي. دا ټول بریدونه د ولسمشر سیسي د تایید نه وروسته شوي دي.
نیویارک ټایمز ویلي دي چې دې مسلې د مصر او اسراییلو ترمنځه په اړیکو کې نوې پاڼه هم پرانیستې ده .
اسراییلو بیا ددې بریدونو نه د خپلو پولو د امنیت او ګاونډي هیواد کې د امنیت تاسیس په توګه یادونه کړې ده .